افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه عملیات په تېر هجري لمریز کال کې په وړیا توګه ترسره شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه روغتون شاوخوا ۲۳۴ زره ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات، ۱۰۵ زره ۵۷۰ ناروغانو ته د ارتوپیډیک او ۱۴ زره نورو ناروغانو ته د داخل بستر خدمتونه (IPD) وړیا وړاندې کړل.
په ورته وخت کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له کمېدو سره د دغه هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.