کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال د وزیر اکبر خان په روغتون کې ۴۹ زره وړیا جراحي عملیات ترسره شوې

24 جوزا 1403 ساعت 9:16

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د وزیر محمد اکبر خان په دولتي روغتون کې د ناروغانو ۴۹ زره جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه عملیات په تېر هجري لمریز کال کې په وړیا توګه ترسره شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه روغتون شاوخوا ۲۳۴ زره ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات، ۱۰۵ زره ۵۷۰ ناروغانو ته د ارتوپیډیک او ۱۴ زره نورو ناروغانو ته د داخل بستر خدمتونه (IPD) وړیا وړاندې کړل.

په ورته وخت کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له کمېدو سره د دغه هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.


د مطلب کود: 291935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291935/تېر-کال-د-وزیر-اکبر-خان-په-روغتون-کې-۴۹-زره-وړیا-جراحي-عملیات-ترسره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com