دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 291915
په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي
د ماشومانو د کار پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په سلو کې ۱۹ افغان ماشومان کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) دغه خبر نن چهارشنبه د جوزا ۲۳ مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت په X چینل کې خپره کړه.

دغه دفتر ویلي چې د کارګر ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې شته.

اوچا وویل، "موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم په خوندي چاپیریال کې د زده کړې او وده کولو فرصت لري."

ویل کیږي چې د کورنیو ترمنځ د بې وزلۍ زیاتوالی په هیواد کې د کارګر ماشومانو د زیاتوالي لامل شوی دی.
https://avapress.com/vdccssqip2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته