د ماشومانو د کار پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په سلو کې ۱۹ افغان ماشومان کار کوي.
په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي
23 جوزا 1403 ساعت 14:05
د ماشومانو د کار پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په سلو کې ۱۹ افغان ماشومان کار کوي.
آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) دغه خبر نن چهارشنبه د جوزا ۲۳ مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت په X چینل کې خپره کړه.
دغه دفتر ویلي چې د کارګر ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې شته.
اوچا وویل، "موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم په خوندي چاپیریال کې د زده کړې او وده کولو فرصت لري."
ویل کیږي چې د کورنیو ترمنځ د بې وزلۍ زیاتوالی په هیواد کې د کارګر ماشومانو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د مطلب کود: 291915