دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 291850
په بغلان ولایت کې له زرو زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
يوې خيريه موسسې په بغلان ولايت کې له زرو زيانمنو شويو کورنيو سره د اوړو، وريجو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د قاضي حبیب الله "رامین" خیریه موسسې د بغلان ولایت له ۱۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ملي ټلویزیون په وینا، په مرسته شویو توکو کې شامل دي؛ اوړه، وريجې او غوړي د بغلان دمرکز، برکې، جلګې او نور په ولسواليو کې په زيانمنو شويو کسانو وويشل شول.

ويل شوي چې د دغو مرستو اخيستونکو له خيريه بنسټونو او دولت څخه مننه کړې او د لا زياتو مرستو غوښتونکي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې له زيانمنو شويو سره د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده.
https://avapress.com/vdcam6nuw49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته