کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې له زرو زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

22 جوزا 1403 ساعت 14:14

يوې خيريه موسسې په بغلان ولايت کې له زرو زيانمنو شويو کورنيو سره د اوړو، وريجو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو مرسته وکړه.


آوا) - کابل: د قاضي حبیب الله "رامین" خیریه موسسې د بغلان ولایت له ۱۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ملي ټلویزیون په وینا، په مرسته شویو توکو کې شامل دي؛ اوړه، وريجې او غوړي د بغلان دمرکز، برکې، جلګې او نور په ولسواليو کې په زيانمنو شويو کسانو وويشل شول.

ويل شوي چې د دغو مرستو اخيستونکو له خيريه بنسټونو او دولت څخه مننه کړې او د لا زياتو مرستو غوښتونکي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې له زيانمنو شويو سره د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده.


د مطلب کود: 291850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291850/په-بغلان-ولایت-کې-له-زرو-زیانمنو-شویو-کورنیو-سره-د-خوراکي-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com