دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 291824
د لوی اختر په مناسبت د هرات ښار سړکونه له کثافاتو پاکول
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د لوی اختر په مناسبت یې د ښار د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د سړکونو او پلچکونو پاکول پیل کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ښاروالۍ مسؤلین وايي چې د لوی اختر په مناسبت یې د ښار د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د سړکونو او غاړو پاکولو چارې پیل کړي دي.

د هرات ښاروالۍ مرستيال او ورسره مل پلاوي د هرات د جامع جومات د شمالي سړک دواړو غاړو ته د چوک شهرنو له غاړو څخه ليدنه وکړه.

د یادو سیمو له سوداګرو، هټیوالو او پلورونکو سره په لیدنه کې له دوی وغوښتل چې د ښاروالۍ د لا ښه نظم په موخه د ښاروالۍ له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

ويل کيږي چې دغه پروګرام به تر هغه دوام وکړي چې دهرات ښاروالۍ په بشپړه توګه دښار دڅلورو غاړو پاکې کړي .

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د کوچني اختر او لوى اختر په رارسېدو سره چارواکي سوداګرو ته په ښار کې د ښه نظم د رامنځته کولو په موخه ځينې لارښوونې کوي.
https://avapress.com/vdcb58b5arhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته