کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر په مناسبت د هرات ښار سړکونه له کثافاتو پاکول

22 جوزا 1403 ساعت 10:00

د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د لوی اختر په مناسبت یې د ښار د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د سړکونو او پلچکونو پاکول پیل کړي دي.


آوا - هرات: د هرات ښاروالۍ مسؤلین وايي چې د لوی اختر په مناسبت یې د ښار د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د سړکونو او غاړو پاکولو چارې پیل کړي دي.

د هرات ښاروالۍ مرستيال او ورسره مل پلاوي د هرات د جامع جومات د شمالي سړک دواړو غاړو ته د چوک شهرنو له غاړو څخه ليدنه وکړه.

د یادو سیمو له سوداګرو، هټیوالو او پلورونکو سره په لیدنه کې له دوی وغوښتل چې د ښاروالۍ د لا ښه نظم په موخه د ښاروالۍ له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

ويل کيږي چې دغه پروګرام به تر هغه دوام وکړي چې دهرات ښاروالۍ په بشپړه توګه دښار دڅلورو غاړو پاکې کړي .

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د کوچني اختر او لوى اختر په رارسېدو سره چارواکي سوداګرو ته په ښار کې د ښه نظم د رامنځته کولو په موخه ځينې لارښوونې کوي.


د مطلب کود: 291824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291824/د-لوی-اختر-په-مناسبت-هرات-ښار-سړکونه-له-کثافاتو-پاکول

آوا
  https://www.avapress.com