دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 291818
د هېواد په ګمرکونو کې اصلاحاتو د فساد مخه نیولې ده
د هېواد د ګمرک رييس هرات ته د سفر او د هرات له سيمه ييزو مسوولينو سره د کتنې پر مهال وايي چې د هېواد په ګمرکونو کې د اصلاحاتو په راوستو سره د فساد د خپرېدو او هېواد ته د قاچاقي توکو د ننوتلو مخه نيول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د ګمرک رئیس هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له مرستیال سره وکتل او د هرات ولایت په ګمرک کې یې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او ننګونو په اړه وپوښتل.

په دې کتنه کې د هرات د والي مرستيال مولوي مهاجر فراهي وويل چې ګمرک د کورني اقتصاد په وده او په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

نوموړي د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو په حل کې د همکارۍ د اعلان پرمهال د ګمرک له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د هرات ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکې کړي.

دغه راز د هرات د صنايعو او کانونو خونې رييس حميدالله خادم او يو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو د شته ننګونو لکه د ماليې د تيښتې، د ګمرکونو له لارې د ورته محصولاتو د واردولو، په ځينو توکو د ګمرکي تعرفو د کمښت او د وړاندې کولو د تطبيق په اړه خبرې وکړې. 

په همدې حال کې د هېواد د ګمرکونو عمومي رئیس مفتي عبدالمتین سعید د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې وڅېړلې او د حل په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

د هېواد د ګمرکونو عمومي رئيس همداراز څرګنده کړه، چې د هېواد په ګمرکونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره، د فساد د خپرېدو او هېواد ته د قاچاقي توکو د ننوتلو مخه نيول شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت دوه مهم ګمرکونه لري، اسلام کلا او دوغرون له ايران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري، چې د هېواد لپاره له اقتصادي پلوه ډېر مهم دي.
https://avapress.com/vdcezz8wvjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته