دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 291741
په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو
د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو په هرات ولایت کې د دولتي چارواکو او سوداګرو په شتون سره په ۱۱۰ غرفو کې د کورنیو تولیداتو د نندارتون د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دغه نندارتون د افغانستان د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پرانیستل شو.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ عمومي رئيس محمد زبير دين پرور د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې دغه وزارت له افغانستان څخه بهر د شپږو نندارتونونو په ګډون د کورنيو توليداتو ډېر نندارتونونه جوړ کړي دي.

هغه دغه راز زياته کړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه د نورو هېوادونو پر ځينو ورته محصولاتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د هغه په ​​وينا، په دې نندارتون کې لسګونه کورني توليدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، دا مهال افغانستان له خپلو کورنیو تولیداتو څه باندې ۲۷۰ توکي د نړۍ بازارونو ته صادروي.

دغه وزارت همدا راز وايي، افغانستان د اړتیا وړ ۱۳۵ توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی او د ۷۸ نورو توکو په برخه کې نیم خودکفا کېدو په حال کې دی.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند عبدالسلام اخندزاده جواد ويلي و، چې افغانستان د نړۍ له ٧٠ هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې لري او هڅې روانې دي، چې تر ډېره بريده يې پراختيا ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې یو بل ستر نندارتون هم جوړ شوی و.
https://avapress.com/vdcjxve8vuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته