دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 291704
په بادغیس کې د هوا پېژندنې مرکز پرانیستل شو
د بادغيس ولايت د هوايي ډګر مسوولين په دغه ولايت کې د هوا پېژندنې د يو سټېشن د پرانيستلو خبر ورکوي او وايي چې دغه سټېشن د لس زره امريکايي ډالرو په لګښت فعال شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په هوایی ډګر کې د هوا پېژندنې مرکز د روانې اونۍ په پیل کې پرانیستل شو.

د بادغيس د هوايي ډګر د رياست مسوولين وايي چې دغه سټېشن د لس زره امريکايي ډالرو په لګښت د چارواکو په شتون سره پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

له بلې خوا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې تخنيکي انجنيران وايي، له دې سټېشن څخه د هوا پېژندنې، هوايي چلند او د کورنيو الوتنو د خونديتوب د راپورونو په چمتو کولو کې کار اخيستل کېږي.

همدارنګه د بادغیس د هوايي ډګر چارواکي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د هوا پېژندنې یوه اتوماتیک دستګاه هم په دغه سټېشن کې فعاله شي.
https://avapress.com/vdciuzar5t1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته