کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د هوا پېژندنې مرکز پرانیستل شو

20 جوزا 1403 ساعت 11:51

د بادغيس ولايت د هوايي ډګر مسوولين په دغه ولايت کې د هوا پېژندنې د يو سټېشن د پرانيستلو خبر ورکوي او وايي چې دغه سټېشن د لس زره امريکايي ډالرو په لګښت فعال شوى دى.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په هوایی ډګر کې د هوا پېژندنې مرکز د روانې اونۍ په پیل کې پرانیستل شو.

د بادغيس د هوايي ډګر د رياست مسوولين وايي چې دغه سټېشن د لس زره امريکايي ډالرو په لګښت د چارواکو په شتون سره پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

له بلې خوا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې تخنيکي انجنيران وايي، له دې سټېشن څخه د هوا پېژندنې، هوايي چلند او د کورنيو الوتنو د خونديتوب د راپورونو په چمتو کولو کې کار اخيستل کېږي.

همدارنګه د بادغیس د هوايي ډګر چارواکي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د هوا پېژندنې یوه اتوماتیک دستګاه هم په دغه سټېشن کې فعاله شي.


د مطلب کود: 291704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291704/په-بادغیس-کې-د-هوا-پېژندنې-مرکز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com