دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 291702
له ایران او پاکستان څخه څه دپاسه دوه زره افغان کډوال هیواد ته اخراج شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۷۳ افغان کډوال له ایران او ۳۲۴ کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د جوزا ۲۰ مه) په اکس کې لیکلی چې د جوزا په ۱۹مه په ایران کې مېشت ۱۷۷۳ کډوال د اسلام کلا له پولې څخه هیواد ته راستون شو. 

د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له لوري له ۳۷ کورنیو سره مرسته وشوه، ۶۹ کورنیو ته په پوله کې د مسؤلینو له لوري په وړیا ډول سیم کارتونه ورکړل شول او ۹۸ کورنیو له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.

د کډوالو چارو وزارت دا هم ویلي چې د زمري په ۱۹مه د کندهار ولایت د سپین بولدک له پولې ۳۲۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحداتو د ریاست د معلوماتو له مخې، د ۳۲۴ تنو په ګډون ۶۳ کورنۍ په دغه ریاست کې له نوم لیکنې وروسته د کډوالۍ د نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له دفترونو د مرستې په موخه راستنې شوې دي. له کډوالو سره د اسلامي امارت له لوري هم د کړنلارې له مخې مرسته شوې ده.

د يادونې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هره ورځ له ايران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د جبري شړلو خبرونه خپروي.
https://avapress.com/vdcgzq9xxak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته