کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه دپاسه دوه زره افغان کډوال هیواد ته اخراج شول

20 جوزا 1403 ساعت 11:49

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۷۳ افغان کډوال له ایران او ۳۲۴ کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د جوزا ۲۰ مه) په اکس کې لیکلی چې د جوزا په ۱۹مه په ایران کې مېشت ۱۷۷۳ کډوال د اسلام کلا له پولې څخه هیواد ته راستون شو. 

د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له لوري له ۳۷ کورنیو سره مرسته وشوه، ۶۹ کورنیو ته په پوله کې د مسؤلینو له لوري په وړیا ډول سیم کارتونه ورکړل شول او ۹۸ کورنیو له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.

د کډوالو چارو وزارت دا هم ویلي چې د زمري په ۱۹مه د کندهار ولایت د سپین بولدک له پولې ۳۲۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحداتو د ریاست د معلوماتو له مخې، د ۳۲۴ تنو په ګډون ۶۳ کورنۍ په دغه ریاست کې له نوم لیکنې وروسته د کډوالۍ د نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له دفترونو د مرستې په موخه راستنې شوې دي. له کډوالو سره د اسلامي امارت له لوري هم د کړنلارې له مخې مرسته شوې ده.

د يادونې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هره ورځ له ايران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د جبري شړلو خبرونه خپروي.


د مطلب کود: 291702

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291702/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-دپاسه-دوه-زره-افغان-کډوال-هیواد-ته-اخراج-شول

آوا
  https://www.avapress.com