دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 291695
سعودي عربستان ته له افغانستان څخه د حاجیانو د لېږد لړۍ پای ته ورسېده
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته له افغانستان څخه د حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د جوزا په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې له کابل، بلخ، هرات او کندهار څخه حاجیان د کام ایر هوایی شرکت او آریانا هوایی شرکت په واسطه سعودی عربستان ته لیږدول شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، سږ کال شاوخوا ۳۰ زره حاجیان په ۹۴ الوتنو کې سعودي عربستان ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت وايي، د حاجيانو وروستۍ الوتکه د کندهار له نړيوال هوايي ډګره سعودي عربستان ته روانه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په ګډون د اسلامي امارت ګڼ شمیر چارواکي شامل دي. 
https://avapress.com/vdchwznim23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته