کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ته له افغانستان څخه د حاجیانو د لېږد لړۍ پای ته ورسېده

20 جوزا 1403 ساعت 9:39

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته له افغانستان څخه د حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شوی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د جوزا په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې له کابل، بلخ، هرات او کندهار څخه حاجیان د کام ایر هوایی شرکت او آریانا هوایی شرکت په واسطه سعودی عربستان ته لیږدول شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، سږ کال شاوخوا ۳۰ زره حاجیان په ۹۴ الوتنو کې سعودي عربستان ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت وايي، د حاجيانو وروستۍ الوتکه د کندهار له نړيوال هوايي ډګره سعودي عربستان ته روانه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په ګډون د اسلامي امارت ګڼ شمیر چارواکي شامل دي. 


د مطلب کود: 291695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291695/سعودي-عربستان-ته-له-افغانستان-څخه-د-حاجیانو-لېږد-لړۍ-پای-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.com