افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ والي محمد یوسف وفا له ازبک سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د افغان او ازبک سوداګرو اقتصادي هڅې تر دې دمه ښه شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د حکومت له جوړېدو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پراخې زمینې برابرې شوې او د نورو حقونو ته درناوۍ د اصولو په توګه رامنځته کېږي.
د بلخ والي زیاته کړه: د اسلامي امارت خدمات د ټولو سوداګرو لپاره یو شان دي او له سوداګرو سره د دولت په هره برخه کې همکاري مکلفه ده، له همدې امله د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د خدمتونو وړاندې کول لازمي دي.
ده وویل: په افغانستان کې ۴۵ کلنې جګړې د هر ډول پرمختګ مخه نیولې وه او اوس په هېواد کې د ودې او پرمختګ په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې زمینه برابره ده.
محمد یوسف وفا زیاته کړه، د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه کېدل د ازبکستان په ګټه هم دي او ازبک سوداګر کولای شي په افغانستان کې له شته فرصتونو ښه ګټه پورته کړي.
له بلې خوا په دې کتنه کې د ازبکستان د سوداګرو استازي نادر رستم وويل: په هرات کې د ازبک سوداګرو د ستونزو د حل په اړه د بلخ ولايت د سيمه ييزې ادارې کړنې د ستاينې وړ دي او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز فعاليتونه پراختيا ومومي.
ده ومنله: موږ ګډې سوداګریزې اړیکې غواړو او زما په اند د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې مو د پنبې په کښت او نورو کرنیزو محصولاتو پانګونه کړې ده.
رستم وويل: ازبکستاني سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې د لبنياتو د فابريکو د جوړولو، د نباتاتو د کرلو، د کورنيو اومو موادو په مرسته د ساختماني توکو د توليد د فابريکو جوړولو، د ډبرو سکرو د فابريکو او د برېښنا د توليد په برخو کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي وویل: افغانستان د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره یو ښه پلیټ فارم دی چې د ساختماني، زیربناوو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې، کانونو او صنایعو په برخو کې پانګونه وکړي. د ډبرو سکرو انرژي او ښه ځمکه د کښت لپاره ده.
باید وویل شي، چې ازبکستاني سوداګرو مزارشریف ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او د همکاریو تړونونه یې لاسلیک کړل.