افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جوزا ۱۹مه) په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د ۵۰۰ کیلو واټ بریښنا د لیږد مزي عملي کار روان دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه اضافي برېښنا ولېږدول شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره په کابل او د هغه په ١٢ ګاونډيو ولايتونو کې د برېښنا د نشتوالي د ستونزې د حل تر څنګ، د سلګونو ټنو کارګرانو د کار زمينه برابره شوې ده.