دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 291673
روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږد پلان وړاندې شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د سېنټ پیټرزبورګ د ۲۷مې نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږلو طرحه وړاندې کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د روسیې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر انتون کوتیاکوف سره وکتل. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

دغه وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي عمري روسیې ته د مسلکي او نیمه ماهرو افغان کارګرانو د لېږلو، د ټولنیز امنیت په برخو کې د دغه هېواد د تجربو پر شریکولو او د دغه وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د پروګرامونو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې. 

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د روسيې په بلنه د سنټ پيټرزبورګ د نړيوال اقتصادي فورم په ٢٧مه غونډه کې د ګډون په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ روسیی ته تللى و.
https://avapress.com/vdcd5f0xsyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته