دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 291668
سعودي عربستان ته د حج او اوقافو د سرپرست وزیر سفر
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د جوزا ۱۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست شیخ نور محمد ثاقب مکې ته د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزیرانو په غونډه کې به ګډون وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو غونډه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د حج او اوقافو د وزيرانو او د اسلامي هېوادونو د مشهورو شخصيتونو په ګډون په مکه مکرمه ښار کې جوړه شي.

د حج او اوقافو وزارت زیاته کړه چې د دغه وزارت سرپرست د افغان حاجیانو د حج د ادا کولو بهیر هم څاري.
https://avapress.com/vdch-zni623nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته