کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ته د حج او اوقافو د سرپرست وزیر سفر

19 جوزا 1403 ساعت 14:21

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د جوزا ۱۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست شیخ نور محمد ثاقب مکې ته د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزیرانو په غونډه کې به ګډون وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو غونډه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د حج او اوقافو د وزيرانو او د اسلامي هېوادونو د مشهورو شخصيتونو په ګډون په مکه مکرمه ښار کې جوړه شي.

د حج او اوقافو وزارت زیاته کړه چې د دغه وزارت سرپرست د افغان حاجیانو د حج د ادا کولو بهیر هم څاري.


د مطلب کود: 291668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291668/سعودي-عربستان-ته-د-حج-او-اوقافو-سرپرست-وزیر-سفر

آوا
  https://www.avapress.com