دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 291654
په غزني کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواجه خېلو کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د جوړېدو د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواجه خېلو کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ به د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته په شپږو درسي خونو کې جوړه او د لمریزې برېښنا په سیستم به سمبال شي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو او مرستندویه بنسټونو په شخصي لګښت نوي ښوونځي جوړ شوي دي.
https://avapress.com/vdccpsqi02bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته