کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

19 جوزا 1403 ساعت 11:27

د پوهنې وزارت د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواجه خېلو کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د جوړېدو د پیل خبر ورکړ.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواجه خېلو کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ به د یوې مرستندویه موسسې په مالي مرسته په شپږو درسي خونو کې جوړه او د لمریزې برېښنا په سیستم به سمبال شي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو او مرستندویه بنسټونو په شخصي لګښت نوي ښوونځي جوړ شوي دي.


د مطلب کود: 291654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291654/په-غزني-کې-د-۱۲-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-ښوونځي-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com