دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 291489
د کابل سړکونه په تاریخي نومونو به ونومول شي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په پلازمینه کې یو شمېر څلور لارې او سړکونه په تاریخي نومونو ونومول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سړکونو د نومولو د کمیسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي وويل چې ددغه کميسيون لومړى کار د کابل ښار د څلورلارو او سړکونو نومول په تاريخي او رسمي نومونو نومول دي.

خو کابل ښاروالۍ وايي، چې د کابل ښار د څلورلارې او سړکونو نومونه د افغانستان د تاریخي او ملي ارزښتونو پر بنسټ ټاکل کیږی.
https://avapress.com/vdcivzar3t1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته