کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل سړکونه په تاریخي نومونو به ونومول شي

15 جوزا 1403 ساعت 11:31

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په پلازمینه کې یو شمېر څلور لارې او سړکونه په تاریخي نومونو ونومول شي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سړکونو د نومولو د کمیسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي وويل چې ددغه کميسيون لومړى کار د کابل ښار د څلورلارو او سړکونو نومول په تاريخي او رسمي نومونو نومول دي.

خو کابل ښاروالۍ وايي، چې د کابل ښار د څلورلارې او سړکونو نومونه د افغانستان د تاریخي او ملي ارزښتونو پر بنسټ ټاکل کیږی.


د مطلب کود: 291489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291489/د-کابل-سړکونه-په-تاریخي-نومونو-ونومول-شي

آوا
  https://www.avapress.com