دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 291451
له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲۲۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۲۱۶ کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د تېرې ورځې په اوږدو کې له پاکستان او ایران څخه ۲۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د راپورونو له مخې، ۷۲ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۴۲ کورنۍ او ۵۰ کورنۍ د اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ چټکه شوې ده.
https://avapress.com/vdchmzniz23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته