کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲۲۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

14 جوزا 1403 ساعت 14:48

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۲۱۶ کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د تېرې ورځې په اوږدو کې له پاکستان او ایران څخه ۲۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د راپورونو له مخې، ۷۲ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۴۲ کورنۍ او ۵۰ کورنۍ د اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ چټکه شوې ده.


د مطلب کود: 291451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291451/له-ایران-او-پاکستان-څخه-نږدې-۲۲۰-کډوالې-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com