دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 291439
د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال معرفي او د کار پیل
د کورنیو چارو وزارت د چارو د ادارې د رئیس او د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو له خوا د دغه وزارت د نوي اداري مرستیال په توګه د ملا رحمت الله نجیب معرفی او د کار د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا رحمت الله نجیب د چارو ادارې د عمومي رئیس شیخ نورالحق انور له خوا د دغه وزارت د نوي اداري مرستیال په توګه معرفي شوی دی.
 
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې عمومي رئیس وویل، د اسلامي امارت رهبري هغو کسانو ته چې له سختو پړاوونو څخه تېر شوي مسوولیتونه یې سپارلي او د هغوی احساس، تعهد، اخلاص او سرښندنه له هیچا پټ نه ده.
 
د یادولو وړ ده چې ملا رحمت الله نجیب تر دې وړاندې د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي ریاست د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
https://avapress.com/vdcdsf0xnyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته