افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ اکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د دغه هېواد د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا مشر محمد یوسف کلا او ورسره پلاوی د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه وکړه
په دې کتنه کې محمد یوسف کلا په افغانستان کې د شویو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، اندونیزیا غواړي په افغانستان کې د پوهنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان ستونزې په داسې ډول حل کړي، چې د نورو هېوادونو لپاره یې ښه بېلګه ګڼل کېږي.
له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اندونیزیا له پانګونې څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اندونیزیا سره ښې اړیکې غواړي او د دغه هېواد سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.