افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ماسپښین اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې (۱۵مییزان) راهیسې د غزې په تړانګه باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۳۶۴۳۹ تنو ته رسیدلی دی. د ټپیانو شمېر ۸۲۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
ویل شوي، چې اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جرمونو په ۴ پېښو کې ۶۰ فلسطینیان وژلي او ۲۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.