کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۶ زره او ۴۳۹ تنو ته ورسېد

14 جوزا 1403 ساعت 10:05

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو اتو میاشتو کښې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د حملو او بمباریو په نتیجه کښې ۳۶۴۳۹ کسان شهیدان او ۸۲۶۲۷ نور ژوبل شوی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ماسپښین اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې (۱۵مییزان) راهیسې د غزې په تړانګه باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۳۶۴۳۹ تنو ته رسیدلی دی. د ټپیانو شمېر ۸۲۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
 
ویل شوي، چې اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جرمونو په ۴ پېښو کې ۶۰ فلسطینیان وژلي او ۲۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.


د مطلب کود: 291427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291427/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۶-زره-او-۴۳۹-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com