افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ د کړکېچ یو اصلي عامل بهرنۍ مداخلې وې.
ښاغلي نظري زیاته کړه چې اسلامي امارت د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې ډیر حساس دی او هیڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوي چې په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې نیابتي او ژیوپلیتیک جګړه پیل کړي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د ډاکټر عبداللطيف نظري څرګندونې تاييد کړې او دغه څرګندونې يې کره او منطقي بللي دي.