کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت مرستیال:

په تېره نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې د بحران یو له عواملو څخه دی

12 جوزا 1403 ساعت 10:26

د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري وویل، په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان د کړکېچ یو اصلي لامل بهرنۍ مداخلې وې او اسلامي امارت هیڅ بهرني قدرت ته په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ د کړکېچ یو اصلي عامل بهرنۍ مداخلې وې.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې اسلامي امارت د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې ډیر حساس دی او هیڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوي چې په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې نیابتي او ژیوپلیتیک جګړه پیل کړي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د ډاکټر عبداللطيف نظري څرګندونې تاييد کړې او دغه څرګندونې يې کره او منطقي بللي دي.


د مطلب کود: 291311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291311/په-تېره-نیمه-پېړۍ-کې-افغانستان-بهرنۍ-مداخلې-د-بحران-یو-له-عواملو-څخه-دی

آوا
  https://www.avapress.com