دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 291180
د هېواد د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه
د چارو ادارې خبر ورکوي، چې د فواید عامې، ښار جوړونې او کور جوړونې، کرنې او حج او اوقافو وزارتونو د استازو په حضور کې د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د لویو لارو د جوماتونو د جوړولو د چارو د ادارې د عمومي رئیس شیخ نورالحق انور په مشرۍ د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 

په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت موظف شو چې د لویو لارو په اوږدو کې د جومات د جوړولو لپاره د ځمکو د تثبیت بهیر پیل کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د ښار او کور جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د جوماتونو د جوړولو او د انجینرانو د ګمارنې په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د لویې لارې په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پیل کړې او تر دې دمه یې لسګونه جوماتونه جوړ کړي دي.
https://avapress.com/vdcg7q9xzak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته