کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه

9 جوزا 1403 ساعت 10:37

د چارو ادارې خبر ورکوي، چې د فواید عامې، ښار جوړونې او کور جوړونې، کرنې او حج او اوقافو وزارتونو د استازو په حضور کې د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه.


آوا - کابل: د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د لویو لارو د جوماتونو د جوړولو د چارو د ادارې د عمومي رئیس شیخ نورالحق انور په مشرۍ د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 

په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت موظف شو چې د لویو لارو په اوږدو کې د جومات د جوړولو لپاره د ځمکو د تثبیت بهیر پیل کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د ښار او کور جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د جوماتونو د جوړولو او د انجینرانو د ګمارنې په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د لویې لارې په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ پیل کړې او تر دې دمه یې لسګونه جوماتونه جوړ کړي دي.


د مطلب کود: 291180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291180/د-هېواد-لويو-لارو-په-اوږدو-کې-جوماتونو-جوړولو-موخه-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com