دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 291171
ایرلنډ او ناروې هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژاند
د اسپانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو وروسته د آیرلنډ لومړي وزیر هم اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی. په ورته وخت کې ناروې اعلان وکړ چې فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پیژني.
افغان غږ خبری آژانس: د اسپانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو وروسته د آیرلنډ لومړي وزیر هم اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی. په ورته وخت کې ناروې اعلان وکړ چې فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پیژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر اعلان وکړ چې هغه به په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني او ډوبلین به ډیر ژر د فلسطین لپاره سفیر وټاکي.

ايرلنډ هم اعلان وکړ چې ډېر ژر به له فلسطين سره ديپلوماتيکې اړيکې پيل کړي.

اسپانیا، ناروې او ایرلنډ چې تېره اوونۍ یې فلسطین په رسمیت وپېژاند، د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه دغه پرېکړه تایید کړه.

د اسپانیا لومړي وزیر نن سهار اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت یې په رسمیت وپیژاند.
https://avapress.com/vdcguq9xqak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته