کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایرلنډ او ناروې هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژاند

9 جوزا 1403 ساعت 10:03

د اسپانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو وروسته د آیرلنډ لومړي وزیر هم اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی. په ورته وخت کې ناروې اعلان وکړ چې فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پیژني.


آوا: د اسپانیا له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو وروسته د آیرلنډ لومړي وزیر هم اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی. په ورته وخت کې ناروې اعلان وکړ چې فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پیژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر اعلان وکړ چې هغه به په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني او ډوبلین به ډیر ژر د فلسطین لپاره سفیر وټاکي.

ايرلنډ هم اعلان وکړ چې ډېر ژر به له فلسطين سره ديپلوماتيکې اړيکې پيل کړي.

اسپانیا، ناروې او ایرلنډ چې تېره اوونۍ یې فلسطین په رسمیت وپېژاند، د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه دغه پرېکړه تایید کړه.

د اسپانیا لومړي وزیر نن سهار اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت یې په رسمیت وپیژاند.


د مطلب کود: 291171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291171/ایرلنډ-او-ناروې-هم-د-فلسطین-خپلواک-دولت-په-رسمیت-وپېژاند

آوا
  https://www.avapress.com