افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبر نن (سه شنبه د جوزا ۸ مه) په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړ.
د اسلامي امارت رهبري شورا د استخباراتو د عمومي ریاست پخوانی مرستیال رحمت الله نجیب د مولوي نورجلال پر ځای د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکلی دی.
ملا هبت الله اخندزاده هم یو شمېر والیان او ولسوالان تبدیل کړي دي.
وروسته له دې چې اسلامي امارت په هېواد کې واک تر لاسه کړ، په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې به په ټولو دولتي پوستونو کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا تقرر کیږي او په مستقیم ډول د حکومت د ویاند له لارې اعلانیږي.