افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې مرستیال ملا نورالدین ترابي او ورسره ملګري پلاوي د ترکیې په استانبول ښار کې د ۱۷ خیریه او بشري بنسټونو له مسوولینو سره وکتل.
د افغان سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دې غونډې موخه له افغانانو سره مرسته او په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د بشري مرستو رسول دي.
د يادونې ده، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو ويجاړو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.