کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سرې میاشتې ټولنه هڅه کوي چې د سیلاب ځپلو لپاره بشري مرستې ورسوي

8 جوزا 1403 ساعت 13:25

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د دې ټولنې مرستیال په هېواد کې د وروستیو سیلابونو ځپلو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه له ۱۷ ترکي خیریه موسسو سره کتلي او ورسره سلا مشورې کړې دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې مرستیال ملا نورالدین ترابي او ورسره ملګري پلاوي د ترکیې په استانبول ښار کې د ۱۷ خیریه او بشري بنسټونو له مسوولینو سره وکتل. 

د افغان سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دې غونډې موخه له افغانانو سره مرسته او په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د بشري مرستو رسول دي.

د يادونې ده، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو ويجاړو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 291131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291131/د-افغان-سرې-میاشتې-ټولنه-هڅه-کوي-چې-سیلاب-ځپلو-لپاره-بشري-مرستې-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com