افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې ملا عبدالمنان عمري به په دغه سفر کې د قطر د کار له وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو د ستونزو او د مسلکي او نیمه کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ځینو چارواکو له دې مخکې هم قطر ته سفرونه کړي دي.