د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه هېواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته د دغه وزارت د سرپرست سفر خبر ورکړی دی.
قطر ته د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر سفر
8 جوزا 1403 ساعت 12:14
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه هېواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته د دغه وزارت د سرپرست سفر خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې ملا عبدالمنان عمري به په دغه سفر کې د قطر د کار له وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو د ستونزو او د مسلکي او نیمه کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ځینو چارواکو له دې مخکې هم قطر ته سفرونه کړي دي.
د مطلب کود: 291113