افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا، د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د ترهګرو له لیست څخه د لیري کیدو اسناد او اړونده وړاندیز کرملین ته سپارل شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر تاس خبري اژانس ته ویلي چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې طالبان دې په دغه هېواد کې د منع شویو سازمانونو له لېست څخه وایستل شي. "
کابلوف زیاته کړه، چې دغه دریځ د یو شمېر دولتي بنسټونو له خوا تائید شوی او دا (عمل) باید ترسره شي او له دې پرته به د (طالبانو د حکومت) په رسمیت پېژندلو خبرې له وخته مخکې وي.
د هغه په وینا، "په دې مسله کار دوام لري، ټول ملاحظات د روسیې مشرتابه ته راپور شوي او موږ د پریکړې په تمه یو."
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: "طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د ممنوع الخروج سازمانونو له لېست څخه یې د ایستلو اقدام له واقعیت څخه د خبرتیا ښودنه کوي."
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو لخوا د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پیژندلو هڅې روانې دي.