کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پوتین ته وړاندیز کړی چې د ترهګرو له لیست څخه د «اسلامي امارت» نوم لرې کړي

8 جوزا 1403 ساعت 9:39

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت د دغه هېواد ولسمشر ته د ترهګرو ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د ایستلو وړاندیز کړی.


آوا: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا، د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د ترهګرو له لیست څخه د لیري کیدو اسناد او اړونده وړاندیز کرملین ته سپارل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر تاس خبري اژانس ته ویلي چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې طالبان دې په دغه هېواد کې د منع شویو سازمانونو له لېست څخه وایستل شي. "

کابلوف زیاته کړه، چې دغه دریځ د یو شمېر دولتي بنسټونو له خوا تائید شوی او دا (عمل) باید ترسره شي او له دې پرته به د (طالبانو د حکومت) په رسمیت پېژندلو خبرې له وخته مخکې وي.

د هغه په ​​وینا، "په دې مسله کار دوام لري، ټول ملاحظات د روسیې مشرتابه ته راپور شوي او موږ د پریکړې په تمه یو."

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: "طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د ممنوع الخروج سازمانونو له لېست څخه یې د ایستلو اقدام له واقعیت څخه د خبرتیا ښودنه کوي."

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو لخوا د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پیژندلو هڅې روانې دي.


د مطلب کود: 291084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291084/د-روسیې-بهرنیو-چارو-وزارت-پوتین-ته-وړاندیز-کړی-چې-ترهګرو-له-لیست-څخه-اسلامي-امارت-نوم-لرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com