افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قطر د نړیوالو همکاریو وزیر الخطر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
د قطر او ملګرو ملتونو چارواکو هم د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل او هغوی ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره یې ځینې شرطونه شریک کړي دي.
په پام کې ده چې د قطر په سرمشریزه کې د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ګډو فعالیتونو پر پراخولو خبرې وشي.