کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر او سویډن چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

7 جوزا 1403 ساعت 15:43

د قطر د نړیوالو همکاریو وزیر د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره د افغانستان، غزې او اوکراین د وضعیت په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د قطر د نړیوالو همکاریو وزیر الخطر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه خبرې وکړې.
 
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
 
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
 
د قطر او ملګرو ملتونو چارواکو هم د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل او هغوی ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
 
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره یې ځینې شرطونه شریک کړي دي.
 
په پام کې ده چې د قطر په سرمشریزه کې د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ګډو فعالیتونو پر پراخولو خبرې وشي.


د مطلب کود: 291070

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291070/د-قطر-او-سویډن-چارواکو-افغانستان-پر-وضعیت-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com