افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو دوو قومي شوراګانو غړو د شنبې په ورځ د جوزا په ۵ مه د اناتولیا خبري آژانس ته وویل چې دغه لار د دواړو غاړو د سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوه.
حاجي رؤف چې يو قومي مشر دى، وويل چې دغه لاره پرون (جمعه د جوزا په ٤مه) د سوداګريزو فعاليتونو پر مخ پرانيستل شوه.
د پاکستان سرحدي چارواکو او اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاچي لويه لار شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د سرحدي جګړې له امله تړل شوې وه.
څو ورځې وړاندې د نښتو له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو د دواړو لورو د سیمه ییزو مشرانو په منځګړتوب پر اوربند هوکړه کړې وه.
د خرلاچي د لارې پرانیستل د پاکستان او افغانستان د دواړو غاړو د ځايي مشرانو له غوښتنو څخه یوه وه.
د معلوماتو له مخې له دې لارې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ تګ راتګ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته پاکستان تل هڅه کړې چې ګډې پولې وتړي.