کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خرلاچي لویه لار د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیستل شوه

6 جوزا 1403 ساعت 13:43

د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلاچي لویه لار له یوې اوونۍ راهیسې تړلې وه، د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانستل شوه.


آوا - کابل: د دغو دوو قومي شوراګانو غړو د شنبې په ورځ د جوزا په ۵ مه د اناتولیا خبري آژانس ته وویل چې دغه لار د دواړو غاړو د سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوه.

حاجي رؤف چې يو قومي مشر دى، وويل چې دغه لاره پرون (جمعه د جوزا په ٤مه) د سوداګريزو فعاليتونو پر مخ پرانيستل شوه.

د پاکستان سرحدي چارواکو او اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاچي لويه لار شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د سرحدي جګړې له امله تړل شوې وه.

څو ورځې وړاندې د نښتو له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو د دواړو لورو د سیمه ییزو مشرانو په منځګړتوب پر اوربند هوکړه کړې وه.

د خرلاچي د لارې پرانیستل د پاکستان او افغانستان د دواړو غاړو د ځايي مشرانو له غوښتنو څخه یوه وه.

د معلوماتو له مخې له دې لارې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته پاکستان تل هڅه کړې چې ګډې پولې وتړي.


د مطلب کود: 290983

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290983/د-خرلاچي-لویه-لار-سوداګریزو-فعالیتونو-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com