دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 290955
د پوهنې سرپرست وزیر ځوانانو ته د عصري علومو پر زده کړې ټینګار وکړ
د پوهنې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ښوونځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ځوانان د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړې ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله آغا د سفر خبر ورکړی دی.

د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت له بېلابېلو ښوونځیو څخه د لیدنې پر مهال د دغو ښوونځیو له مسوولینو او ښوونکو وغوښتل چې ځوانان په اسلامي او ملي روحیه وروزي او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د خپل هېواد او خلکو د خدمت لپاره جدي کار وکړي.

مولوي حبیب الله آغا لا هم د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده کړه د ځوانانو لپاره یو اړین کار ګڼي.
https://avapress.com/vdcftxd0tw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته