کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې سرپرست وزیر ځوانانو ته د عصري علومو پر زده کړې ټینګار وکړ

6 جوزا 1403 ساعت 10:19

د پوهنې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ښوونځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ځوانان د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړې ته اړتیا لري.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله آغا د سفر خبر ورکړی دی.

د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت له بېلابېلو ښوونځیو څخه د لیدنې پر مهال د دغو ښوونځیو له مسوولینو او ښوونکو وغوښتل چې ځوانان په اسلامي او ملي روحیه وروزي او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د خپل هېواد او خلکو د خدمت لپاره جدي کار وکړي.

مولوي حبیب الله آغا لا هم د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده کړه د ځوانانو لپاره یو اړین کار ګڼي.


د مطلب کود: 290955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290955/د-پوهنې-سرپرست-وزیر-ځوانانو-ته-عصري-علومو-پر-زده-کړې-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com